په همدې اساس د دغو سیالیو په لومړنۍ ورځې او د پرانیستونکو دستورو له ترسره کیدا وروسته او دجمهې ورځې په سهار ګډون کونکي د حضرت امام خمیني په حرم کې حاضر شول.
د سلواغې د میاشتې په اته ویشتمه نیټه هم سهار ګډون کونکي د مقدسې دفاع میوزیم لیدو ته لاړل او دغه راز ئې د سلواغې په ۲۹ هم د حسینه جماران د لیدو پروګرام پلان شوی دی او بیا به د سلواغې په دیرشمه نیټه د میلاډ ټاؤر یا برخ دلیدو لپاره هم لاړشي.
د ایران د اسلامی جمهوریت دقرآن د سیالیو څلویښتم پړاؤ به د کب دمیاشتې تر دوهمې نیټې پورې دتهران د اسلامی هیوادونو د سرمشریزې په هال کې دوام وکړي او دغه سیالۍ سهار له نهو بجو د شپې مهال تر نهو بجو پورې په مختلفو څانګو کې ترسره کیږي.